۰

ولسي جرګې، د ۱۳۹۹ کال مالي بودجې د تعدیل طرحه تصویب کړه

چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۷
ولسي جرګې د ۱۳۹۹ کال مالي بودجې تعدیل طرحه د رایو په اکثریت تصویب کړې ده.
ولسي جرګې، د ۱۳۹۹ کال مالي بودجې د تعدیل طرحه تصویب کړه
ولسي جرګې د ۱۳۹۹ کال مالي بودجې تعدیل طرحه د رایو په اکثریت تصویب کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې جرګې د مالي کمیسیون منشي سید عظیم نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۱مه وویل، چې ولسي جرګې دغه طرحه له ځینو بدلونونو سره تصویب کړې ده.

دا طرحه د حکومت له لوري له کرونا سره د مبارزې برخه کې د ځانګړې شوې بودجې او دغه راز د ځینې کودونو د تعدیل په موخه ولسي جرګې ته استول شوې وه.

د ۱۳۹۹ کال مالي بودجې تعدیل طرحه د جوزا میاشتې په ۲۸مه د ولسي جرګې له لوري کرونا سره د مبارزې او ځینې نورو برخو کې د ډېرو پیسو تخصیص له امله رد شوه وه خو تر یوې میاشتې جنجالونو وروسته بلاخره نن تصویب شوې ده.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي