۰

د افغانستان د علماوو متحدې شورا د مصر د شیخ د وروستۍ فتوا ملاتړ وکړ

سی شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۱
د افغانستان د علماوو متحدې شورا د مصر د الازهر د شیخ او مفتي محمد احمدالطیب د هغه فتوا ملاتړ کړی، چې په افغانستان کې یې جګړه حرامه او افغان ځواکونه پر حقه او شهیدان بللي دي.
د افغانستان د علماوو متحدې شورا د مصر د شیخ د وروستۍ فتوا ملاتړ وکړ
د افغانستان د علماوو متحدې شورا د مصر د الازهر د شیخ او مفتي محمد احمدالطیب د هغه فتوا ملاتړ کړی، چې په افغانستان کې یې جګړه حرامه او افغان ځواکونه پر حقه او شهیدان بللي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د علماوو متحدې شورا نن سه شنبې د چنګاښ ۱۷ مه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د الازهر لوی مفتي او دینی عالم محمد احمدالطیب چې په اسلامی نړۍ کې یو له تر ټولو مستند مفتی دی، د طالبانو لخوایې په افغانستان کې د دیني علماو وژنه او په ځانګړي توګه د وزیر محمد اکبر خان او شیرشاه سورې پر جامع جوماتونو باندې د وروستیو ترهګریزو بریدونو د غندنې ترڅنګ د افغانستان د جګړې په اړه یو ځل بیا هم فتوا صادره کړی ده.

شیخ احمد الطيب په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې وړاندې یې هم د افغانستان جګړه حرامه بللې وه او اوس هم وايي، چې دا جګړه مطلقآ حرامه او ورور وژنه ده.

ښاغلي الطیب لیکلي«د تېرې جمعې په ورځ یو شمېر ملګرو را څخه د افغانستان د جګړې په اړه پوښتلي و، ما پخوا هم ویلي و اوس یو وار بیا هم وایم چې په افغانستان کې جګړه مطلقاً حرامه ده او دا جګړه ورور وژنه ده، په ځانګړې ‌‌‌‌‌‌ډول اوسمهال چې د طالبانو او د امریکا د حکومت ترمنځ د سولې هوکړه وشوه، نو دا جګړه د مسلمانوژنې جګړه ده او افغان امنیتی ځواکونه په دغه جګړه کې پرحقه دي او هر وژل شوی سرتېری یې شهید دی.  طالبانو جهالت ته ترجیح ورکړې او له دې امله د طالب د مړي جنازه روا نه ده.»

د ازهر شیخ په افغانستان کې د دوو مهمو دیني عالمانو وژل کېدو ته په اشارې لیکلي، «په پام کې وه چې شهید ورور دوکتور ایاز نیازی د افغانستان ستر عالم به په یوه لویه اسلامي مجمع کې د افغان جګړې په تړاو راسره وي.

خو په وینا یې طالبانو دغه عالم شهید کړ، له  الله ج څخه غواړم چې دوکتور ایاز نیازی او مولوی مفلح ته جنتونه ورکړي او طالبان سمې لارې ته راولي.

د یادونې ده، چې تر دې پخوا د سعودي عربستان مفتي هم د افغانستان جګړه ناروا بللې وه او دغه راز په سعودي کې د اسلامي علماوو په یوه غونډه کې هم په افغانستان کې جګړه ناروا او فتنه بللې شوې وه.

د افغانستان د علماوو متحدې شورا ویلي چې مفتی محمد احمدالطیب د مصر هېواد هغه سترمفتی دی چې نظریات یې نه یوازې د مصر د مسلمانانو بلکې د نړۍ ټولو مسلمانوته د قدراومنلو وړ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي