۰

له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې ۱۱۷ افغان خبریالان هېواد کې وژل شوي

چهارشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۸
د کورنیوچارو وزارت وایي، له ۱۳۸۱ کال راهیسې په هېواد د ننه ۱۱۷ خبریالان وژل شوي او له هیواد د باندې بیا دوه خبریالان وژل شوي دي.
له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې ۱۱۷ افغان خبریالان هېواد کې وژل شوي
د کورنیوچارو وزارت وایي، له ۱۳۸۱ کال راهیسې په هېواد د ننه ۱۱۷ خبریالان وژل شوي او له هیواد د باندې بیا دوه خبریالان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت زیاتوي، چې دوی په دې اړه ټولو قضیو ته رسېدګي کړې ده او تر دې دمه یې ۲۸ کسان د خبریالانو د وژلو او ترور په تور نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولې قضیې یې څېړلې دي او ځینې یې اوس هم تر کار لاندې دي.

خو بل لورته د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه بیا وایي، په وروستیو شپږو میاشتو کې پر خبریالانو بریدونه، د دوی پر وړاندې ګواښونه او ستونزې کمې شوې دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه له حکومت غواړي،چې د بیان ازادۍ ملاتړ ډېر کړي او دوی ته د کار او فعالیت خوندي زمینې برابرې کړي.

افغان خبریالان ډیرکله پر حکومت له دې امله نیوکه کوي، چې د دوی خوندیتوب ته پام نه کوي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي