۰

ترکیه کې د افغان کډوالو بېړۍ ډوبه شوې، ۸۰ تنه په کې مړه شوي دي

پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۱۲
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ترکیه کې د افغان کډوالو یوه بېړۍ په سمندر کې ډوبه شوې او ټول مسافر یې مړه شوي دي.
ترکیه کې د افغان کډوالو بېړۍ ډوبه شوې، ۸۰ تنه په کې مړه شوي دي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ترکیه کې د افغان کډوالو یوه بېړۍ په سمندر کې ډوبه شوې او ټول مسافر یې مړه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان کډوالو دغه بېړۍ پرون چهارشنبې د چنګاښ ۱۸ مه د ترکیې په وان ښار کې په اوبو کې ډوبه شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، په دې بېړۍ کې کابو ۸۰ تنه سپاره و، چې یوازې بېړۍ چلوونکی ژوند دی او نور ټول مسافر مړه شوي دي.

د هغه په وینا د پېښې د څېړلو او جسدونو د پېژندنې لپاره یو درې کسیزه پلاوی د ترکیې د پلټونکي، ژغورنې  او څېړنې ډلې سره یو ځای سیمه ته لېږل شوي دي.
 
نوموړي زیاته کړې، چې تراوسه ۱۳ جسدونه موندل شوي خو له دې امله چې د زیاتې مودې لپاره په اوبو کې پاتې وو د پیژندلو وړ نه دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خلکو څخه وغوښتل که چیرې د کورنۍ غړي او خپلوان یې د قُربانیانو په ډله کې شامل وي نو د هویت اسناد او انځورونه یې په کابل کې د بهرنیو چارو له وزارت او یا په په ترکیې او ایران کې د افغانستان له سیاسي استازولیو سره شریک کړي.

ښاغلي هېواد وویل چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به د ترکیې له دولت سره په همغږۍ د افغان پناه‌غوښتونکو جسدونه د هویت له تشخیصولو وروسته افغانستان ته انتقال کړي.

د بهرنیو چارو وزارت له هغو افغانانو څخه چې په سختو لارو او په قاچاقي ډول بهرنیو هېوادونو ته ځي وغوښتل چې په دې لارو باندې له سفر کولو څخه ډډه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي