۰
آف ګارډین ورځپاڼه:

امریکا له افغانستان سره د خپلو مرستو ډېره برخه په خپله غلا کړې

شنبی ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۶
د آف-ګاردین په نوم یوه ورځپاڼه وایي، امریکايي حکومت له افغانستان سره د خپلو مرستو ډېره برخه بېرته پخپله غلا کړې ده.
امریکا له افغانستان سره د خپلو مرستو ډېره برخه په خپله غلا کړې
د آف-ګاردین په نوم یوه ورځپاڼه وایي، امریکايي حکومت له افغانستان سره د خپلو مرستو ډېره برخه بېرته پخپله غلا کړې ده.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې زیاته کړې، د امریکا ډېری نظامي چارواکي په افغانستان کې د نظامي حضور ملاتړي دي، ځکه د نشریې په خبره په یوه پراخ فساد کې ښکېل دي.
په مقاله کې ویل شوي، امریکایانو خپلې ډېره برخه مرستې بېرته د خپلو قراردادیانو او مفسدو ملګرو پر مټ غلا کړې دي.
دغه رسنۍ زیاتوي، چې امریکایي چارواکو د فساد او ډېرو لګښتونو لپاره هغه قراردادونه چې په ډېر کم لګښت کېدلی شوای په ډېرو لوړو پیسو کړي دي.
سرچینه وايي، امریکایي مشرانو د ارزانه تېلو پر ځای څو برابره ګران بیه تېل پېرل، د ارزانه توکو پر ځای په څو برابره لوړو پیسو همغه توکي له امریکایي کمپنیو اخیستل.
د ورځپاڼې په باور لا هم د افغان پوځ لپاره د امریکا له لوري په اخیستل کېدونکو وسلو او تجهیزاتو کې ستر فساد موجود دی.
دغه ورځپاڼې ادعا کړې، چې امریکا خپله ډېره برخه مرستې بېرته له افغانستان پټوي.
افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو مشرانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښولی.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي