۰
فاکس نیوز:

افغانستان نه وتلو امریکایي سرتېرو کې ځان وژنه زیاته شوې

شنبی ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۴
فاکس نیوز په یوه راپور کې وايي، له افغانستان څخه د وتلو امریکايي پوځیانو تر منځ د ځان وژنې پېښې ډېرې شوې دي.
افغانستان نه وتلو امریکایي سرتېرو کې ځان وژنه زیاته شوې
فاکس نیوز په یوه راپور کې وايي، له افغانستان څخه د وتلو امریکايي پوځیانو تر منځ د ځان وژنې پېښې ډېرې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې رسنۍ دغه راپور تازه د یوه امریکايي پیلوټ د ځان وژنې خبر هم ورکړی دی ویلي یې دي، ماسټر انډرېو تازه له افغانستان څخه ستون شوی و او د خپلې خوښې دنده یې په پنټاګون کې اخیستې وه.
 
فاکس نیوز وايي، ماسټر انډرېود خپلې مېرمنې په مخ کې پر ځان ډزې کړې او سا یې ورکړې ده.

ماسټر انډریو په افغانستان کې په ګڼو هوايي عملیاتو کې برخه لرله او له دې امله امریکایي حکومت د مډالونو په ورکړه ستایلی و.

د انډریو کورنۍ ویلي، چې هغه هېڅ ستونزه نه لرله، خو د سختو جګړوله امله ورته روانې ذهني ګډوډۍ پيدا شوې وې.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، دغه ډول پېښې باید په جدي توګه وځيړل شي او پنټاګون دې د بېرته راغلو سرتېرو ذهني او روحي ساتنه وکړي.

د ټرمپ په وینا دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده او هغه کسان باید په ځانوژنه لاس پورې نه کړي، چې امریکا ساتي او قرباني ورکوي.

امریکایي روغتیايي چارواکي وایي، له افغانستان نه وتلي امریکایي سرتیري باید هلته تر روانې درملنې لاندې ونیول شي څو د ځان وژنې پيښې راکمې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي