افغانستان کې له کرونا سره د مبارزې بېړنۍ کمېټې پرکړه وکړه، چې د دولتي او خصوصي ښوونځي به د زمري یا اسد میاشتې تر ۱۵ نېټې پورې تړلي وي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په ورته و خت کې د پوهنې وزارت وايي، له دې نېټې وروسته د ښوونځیو پرانیسته په دې پورې تړلې چې د هېواد عمومي روغتیایي وضعیت څنګه ارزول کېږي.
عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د وضعیت په اړه یوه سروې پيل کړې چې پایلې بهیې د همدې اوونۍ تر پایه اعلان شي.
پوهنې وزارت که څه هم زدهکوونکو ته د ټلوېزیون، راډیو او انلاین لارو د مجازي زده کړو لړۍ مخته وړي، خو ډېر زده کوونکي د اسانتیاوو د نشتوالي له کبله ترې بې برخې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل