د امریکا په یوه نظامي بېړۍ کې چاودنه شوې ده

23 سرطان 1399 ساعت 9:24

راپورونه وايي، د امریکا په سنتیاګو کې په یوه نظامي بېړۍ کې تر اورلګېدنې وروسته چاودنې شوې او ګڼ زیان یې اړولی دی.


راپورونه وايي، د امریکا په سنتیاګو کې په یوه نظامي بېړۍ کې تر اورلګېدنې وروسته چاودنې شوې او ګڼ زیان یې اړولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، په دغه پېښه کې ګڼ امریکایي نظامیان ټپيان شوي دي خو دغه نظامي سیمې ته د خبریالانو د ورتګ اجازه نشته او نه هم په دې اړه تر دې ډېر معلومات خپاره شوي دي.

راپورونه وايي، دغه نظامي بېړۍ د امریکا په سمندري نظامي اډه کې ولاړه وه او تازه له عراق ستنه شوې وه.

په پېښه کې د بېړۍ ډېره برخه ویجاړه شوې ده.

امریکایي رسنۍ وایي چې ټوله سیمه دودونو په سر اخیستې وه او داسې ښکاري چې د دغه اورلګېدنې او چاودنې زیانونه به ډېر وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 129464

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129464/

جمهور
  https://www.jomhornews.com