راپورونه وايي، د امریکا په سنتیاګو کې په یوه نظامي بېړۍ کې تر اورلګېدنې وروسته چاودنې شوې او ګڼ زیان یې اړولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، په دغه پېښه کې ګڼ امریکایي نظامیان ټپيان شوي دي خو دغه نظامي سیمې ته د خبریالانو د ورتګ اجازه نشته او نه هم په دې اړه تر دې ډېر معلومات خپاره شوي دي.
راپورونه وايي، دغه نظامي بېړۍ د امریکا په سمندري نظامي اډه کې ولاړه وه او تازه له عراق ستنه شوې وه.
په پېښه کې د بېړۍ ډېره برخه ویجاړه شوې ده.
امریکایي رسنۍ وایي چې ټوله سیمه دودونو په سر اخیستې وه او داسې ښکاري چې د دغه اورلګېدنې او چاودنې زیانونه به ډېر وي.
جمهورخبري آژانس:کابل