ننګرهار کې یو دیني عالم او یو بل کس وژل شوي دي

26 سرطان 1399 ساعت 7:27

سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو د یو دیني عالم په ګډون دوه کسان وژلي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو د یو دیني عالم په ګډون دوه کسان وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، دغه پېښه پرون چهارشنبې د چنګاښ ۲۵ مه له غرمې وروسته رامنځ ته شوې.

نوموړي ویلي، په چپرهار ولسوالۍ کې نامعلومه وسله والو کسانو په یوه دیني عالم او یو بل کس ډزې کړې او دواړه یې وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د پروان ولایت په سیدخېل ولسوالۍ کې هم طالبانو پورې اړوند کسانو د یوه جومات ملا امام او یو بل کس په ډزو وژلي وو.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 129570

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129570/

جمهور
  https://www.jomhornews.com