سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو د یو دیني عالم په ګډون دوه کسان وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، دغه پېښه پرون چهارشنبې د چنګاښ ۲۵ مه له غرمې وروسته رامنځ ته شوې.
نوموړي ویلي، په چپرهار ولسوالۍ کې نامعلومه وسله والو کسانو په یوه دیني عالم او یو بل کس ډزې کړې او دواړه یې وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د پروان ولایت په سیدخېل ولسوالۍ کې هم طالبانو پورې اړوند کسانو د یوه جومات ملا امام او یو بل کس په ډزو وژلي وو.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار