بلوچستان کې یو پخوانی لوړ پوړی طالب چارواکی تښتول شوی دی

29 سرطان 1399 ساعت 8:12

راپورونه وايي، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د پوځي محکمو ريیس سیدعبدالرحمان اغا د بلوچستان ایالت د کوټې له کُچلاغه بې درکه شوی دی.


راپورونه وايي، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د پوځي محکمو ريیس سیدعبدالرحمان اغا د بلوچستان ایالت د کوټې له کُچلاغه بې درکه شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له  مخې په کوټه کې د عبدالرحمان اغا نژدې خپلوانو ویلي، نوموړی په اصل کې د بلوچستان د پښین له سیدانو څخه دی او ملاعمر ته ډېر نژدې کس و.

دوی وايي، کله چې په ۱۹۹۳ م کال ملاعمر له پاکستان څخه سپین بولدک ته داخلېدو، عبدالرحمان اغا یې ساتونکی یا باډي ګارډ و.

عبدالرحمان اغا د طالبانو د واکمنۍ په مهال نه یوازې د نظامي محکمو ريیس و بلکې د طالبانو په منځ کې یو منلی او اغېزمن چارواکی و.

په ورته وخت کې په کوټه کې د طالبانو سرچینې ویلي، سیدعبدالرحمان اغا د طالبانو په غوښتنه د پاکستان استخباراتو لس ورځې وړاندې له خپله کوره ایستلی او نامعلوم لوري ته یې بېولی دی.

داسې ادعاوې هم شوي چې سیدعبدالرحمان اغا د طالبانو له یو لړ کړنو سره مخالف و او طالب مشرانو ته یې څو ځلې ویلي چې د پاکستان پر سپارښتنو باور ونه کړي او د نوموړي دا ډول څرګندونې سبب شوي چې پاکستاني استخبارات یې ونیسي.

خو وسله والو طالبانو په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129679

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/129679/

جمهور
  http://jomhornews.com