راپورونه وايي، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د پوځي محکمو ريیس سیدعبدالرحمان اغا د بلوچستان ایالت د کوټې له کُچلاغه بې درکه شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په کوټه کې د عبدالرحمان اغا نژدې خپلوانو ویلي، نوموړی په اصل کې د بلوچستان د پښین له سیدانو څخه دی او ملاعمر ته ډېر نژدې کس و.
دوی وايي، کله چې په ۱۹۹۳ م کال ملاعمر له پاکستان څخه سپین بولدک ته داخلېدو، عبدالرحمان اغا یې ساتونکی یا باډي ګارډ و.
عبدالرحمان اغا د طالبانو د واکمنۍ په مهال نه یوازې د نظامي محکمو ريیس و بلکې د طالبانو په منځ کې یو منلی او اغېزمن چارواکی و.
په ورته وخت کې په کوټه کې د طالبانو سرچینې ویلي، سیدعبدالرحمان اغا د طالبانو په غوښتنه د پاکستان استخباراتو لس ورځې وړاندې له خپله کوره ایستلی او نامعلوم لوري ته یې بېولی دی.
داسې ادعاوې هم شوي چې سیدعبدالرحمان اغا د طالبانو له یو لړ کړنو سره مخالف و او طالب مشرانو ته یې څو ځلې ویلي چې د پاکستان پر سپارښتنو باور ونه کړي او د نوموړي دا ډول څرګندونې سبب شوي چې پاکستاني استخبارات یې ونیسي.
خو وسله والو طالبانو په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل