د بلجیم د دفاع وزیر او د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی وايي، د دوی استخباراتي ادارې له وړاندې خبرې وې، چې روسیه په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو په وژلو طالبانو ته انعامونه ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فیلیف ګافین چې د بهرنیو چارو وزارت چارې هم پر مخ وړي زیاته کړې، چې دوی د نیویارک ټایمز تر راپور مخکې لا د روسیې له لوري طالبانو ته د امریکایي وګړو د وژنې پر سر د پیسو له ورکړې خبرې وې.
نوموړي دا خبرې د خپل هېواد پارلمان ته کړې او ویلي یې دي، چې د بلجیم د استخباراتي ادارو د معلوماتو پر بنسټ ویلی شي چې روسیه په بشپړه توګه د طالبانو ملاتړ کوي او په پوره ډاډ سره په افغانستان کې د روسیې احتمالي مداخله تاییدوي.
د یادونې ده، چې بلجیم د ناټو په چوکاټ کې افغانستان کې ۹۲ سرتېري لرل چې د کرونا وبا تر خپرېدو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د بلجیم د دفاع وزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د نیویارک ټایمز د راپور تر خپرېدو وروسته روسیې او طالبانو دواړو په کلکه دغه خبرې رد کړي.
د دغه راپور تر خپرېدو وروسته په د امریکا په ولسمشر ټرمپ نیوکې هم زیاتې شوې او دغه راز یادې موضوع د واشنګټن او مسکو اړیکې نورې هم ترینګلې کړې.
جمهورخبري آژانس:کابل