۰

بلوچستان کې چاودنې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چهارشنبه ۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۲
تر ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې بلوچستان کې چاودنه شوې، چې د ځايي چارواکو په وینا ۸ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلوچستان کې چاودنې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
تر ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې بلوچستان کې چاودنه شوې، چې د ځايي چارواکو په وینا ۸ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون سه شنبې د چنګاښ ۳۱ مه د بلوچستان په تربت سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د بلوچستان سیمه ییز چارواکي وايي، چاودنه په یوه موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده.

دوی زیاتوي، چې په چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۷ نور ټپیان شوي دي، چې روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې نازک دی.
 
تر اوسه د پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو بلوڅ بیلتون غوښتونکي دا د پاکستان د استخباراتي ادارو کار بولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي