افغانستان کې وروستیو تاوتریخوالي او سولې پروسې پڅه بهیر ته په اشارې د کړکېچ نړیواله ډله وايي، دغه پروسه له ځنډ او ماتېدو سره مخ ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې ډلې ویلي، د طالبانو او امریکایي لوري ترمنځ د دوحې هوکړې تر لاسلیک وروسته تمه وه د سولې بین الافغاني مذاکرات هم ژر پیل شي.
خو په وینا یې د یادې هوکړې تر لاسلیک څلور میاشتې وروسته هم دا دی په دې برخه کې اغېزناک ګامونه نه دي پورته شوي.
یادې ادارې زیاته کړې، د سولې پروسه په بشپړ ډول د ځنډېدو او یا ماتېدو له ګواښ سره مخ ده او دا وېره موجوده ده چې ښایي د وخت په تېرېدو د دواړو لوریو اراده هم ضعیفه شي.
د یادونې ده، په دې وروستیو کې د سولې پروسه له خنډونو سره مخ ده چې حکومت طالبان او طالبان بیا حکومت د دې پروسې پر وړاندې د خنډونو پر ایجادولو تورنوي.
جمهورخبري آژانس:کابل