۰
د ننګرهار چارواکي:

د ۱۳ پاکستانیانو په ګډون ۳۱ طالبان وژل شوي دي

پنجشنبه ۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۷
د ننګرهار ولایت مقام وايي، په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې د ۱۳ پاکستاني جنګیالیو په ګډون ۴۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۱۳ پاکستانیانو په ګډون ۳۱ طالبان وژل شوي دي
د ننګرهار ولایت مقام وايي، په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې د ۱۳ پاکستاني جنګیالیو په ګډون ۴۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر نن پنشنبې د زمري ۲ مه یوه خبرپانه کې ویلي، افغان ځواکونو له پرون راهیسې د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ په قیلغو سیمه کې د طالبانو پر ضد ځوابیه پوځي عملیات پیل کړي دي.

سرچینه وايي، د دغه بریدونو په ترڅ کې د ۱۳ پاکستانیانو په ګډون ۳۱ طالبان وژل شوي، یو ژوند نیول شوی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي د دولت د مخالفینو له لوري په امنیتي پوستو د برید پلان یې هم شنډ کړی دی، دغه راز د طالبانو لس عرادې وسایط، ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په یادو بریدونو کې ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی او د طالبانو پنځه کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ کړای شوي  دي.

تر اوسه طالبانو په دې  اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د کندهار امنیتي چارواکو هم د دغه ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې د ۲۵ پاکستاني وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي