۰

پرتګال افغانستان ته ۱۷۰ سرتېري رالېږي

پنجشنبه ۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۷
د پرتګال د حکومت پوځي چارواکو ویلي، ۱۷۰ سرتېري یې افغانستان ته د تګ لپاره په تیاریو بوخت دي.
پرتګال افغانستان ته ۱۷۰ سرتېري رالېږي
د پرتګال د حکومت  پوځي چارواکو ویلي، ۱۷۰ سرتېري یې افغانستان ته د تګ لپاره په تیاریو بوخت دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چارواکو زیاته کړې، چې دوی غواړي په دوره يي توګه خپل عسکر په افغانستان کې بدل کړي نو له همدې امله به په تازه اقدام کې ټولټال ۱۷۰ سرتیري افغانستان ته استوي.

د چارواکو په وینا عسکر په څو پړاوونو کې لېږل کېږي چې په لومړۍ جوپه کې به څلوېښت عسکر افغانستان ته راشي.

د دغه سرتېرو ډېره برخه به د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو په روزنه او ملاتړ کې ونډه اخلي او کم شمېر به یې په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر په ساتنه کې همکاري کوي.

دغه سرتېري داسې مهال افغانستان ته راځي چې د طالبانو او امریکا د هوکړې له مخې باید ټول بهرني عسکر له افغانستان ووځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي