محب د اروپايي ټولنې له سفیر سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

6 اسد 1399 ساعت 17:07

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د اروپایي ټولنې له سفیر سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د اروپایي ټولنې له سفیر سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پرون ناوخته د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د اروپایي ټولنې له سفیر پییري مایودن سره د افغان سولې او امنیت په اړه خبرې کړي دي.

ځینې سرچینې وایي، په یاده لیدنه کې دواړو لوریو د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتوالی او اوسنی ناوړه وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

هغوې ویلې دي اړتیا ده چې د طالبانو د تاوتریخوالې دکمښت لپاره اقدامات وشي.

په ورته وخت کې دواړو لوریو د سیاسي وضعیت او تر جنیوا کنفرانس وړاندې د لوړوپوړو  مقاماتو ترمنځ د راتلونکي ناستې په اړه هم بحث او خبرې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 129957

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129957/

جمهور
  https://www.jomhornews.com