د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د اروپایي ټولنې له سفیر سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پرون ناوخته د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د اروپایي ټولنې له سفیر پییري مایودن سره د افغان سولې او امنیت په اړه خبرې کړي دي.
ځینې سرچینې وایي، په یاده لیدنه کې دواړو لوریو د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتوالی او اوسنی ناوړه وضعیت د اندېښنې وړ وباله.
هغوې ویلې دي اړتیا ده چې د طالبانو د تاوتریخوالې دکمښت لپاره اقدامات وشي.
په ورته وخت کې دواړو لوریو د سیاسي وضعیت او تر جنیوا کنفرانس وړاندې د لوړوپوړو مقاماتو ترمنځ د راتلونکي ناستې په اړه هم بحث او خبرې وکړې.
جمهورخبري آژانس:کابل