هلمند کې د افغان پوځ چورلکه لوېدلې ده

6 اسد 1399 ساعت 17:15

ځايي سرچینې وايي، هلمند ولایت کې د افغان پوځ یوه بلک هاک چورلکه لوېدلې خو دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


ځايي سرچینې وايي، هلمند ولایت کې د افغان پوځ یوه بلک هاک چورلکه لوېدلې خو دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د جمهور آژانس د خبرله مخې په هلمند کې ځایي سرچینې وايي چورلکه په کجکي ولسوالۍ کې په هاوان ویشتل شوې ده.

عیني شاهدانو ویلي، چورلکه تر لګېدو وروسته لوېدلې ده، پیلوټ یې وژل شوی او نورې عملې ته یې زیان نه دی اوښتی.

خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چورلکه لوېدلې نه ده، بلکې بېړنۍ ناسته یې کړې ده خو لامل یې نه دی په ډاګه شوی.

څو میاشتې وړاندې هم په کجکي ولسوالۍ کې یوه قراردادي الوتکه ویشتل شوې وه چې سیمې ته یې محاصره سرتېرو ته اکمالات کول.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
 


د مطلب کود: 129959

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129959/

جمهور
  https://www.jomhornews.com