ځايي سرچینې وايي، هلمند ولایت کې د افغان پوځ یوه بلک هاک چورلکه لوېدلې خو دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبرله مخې په هلمند کې ځایي سرچینې وايي چورلکه په کجکي ولسوالۍ کې په هاوان ویشتل شوې ده.
عیني شاهدانو ویلي، چورلکه تر لګېدو وروسته لوېدلې ده، پیلوټ یې وژل شوی او نورې عملې ته یې زیان نه دی اوښتی.
خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چورلکه لوېدلې نه ده، بلکې بېړنۍ ناسته یې کړې ده خو لامل یې نه دی په ډاګه شوی.
څو میاشتې وړاندې هم په کجکي ولسوالۍ کې یوه قراردادي الوتکه ویشتل شوې وه چې سیمې ته یې محاصره سرتېرو ته اکمالات کول.
جمهورخبري آژانس:هلمند