خیبرپښتونخوا کې ۱۰ پاکستاني کمانډویانو ته مرګ ژوبله اوښتې

8 اسد 1399 ساعت 9:13

له ډېورنډ کرښې پورې غاړې خیبرپښتونخوا کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته کې ۱۰ کمانډویانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


له ډېورنډ کرښې پورې غاړې خیبرپښتونخوا کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته کې ۱۰ کمانډویانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نښته پرون سه شنبې د زمري ۷ مه د خیبرپښتونخوا په چلاس سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

ځايي امنیتي چارواکو ویلي، کمانډو ځواکونو غوښتل په دغه سیمه کې په یوه کور چاپه و وهي، چې د وسله والو له برید سره مخ شول.

د دوی په وینا په دغه برید کې ۵ کمانډویان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دغه راز د خیبرپښتونخوا پولیسو ویلي، په ځوابیه ډزو کې دوه وسله وال هم وژل شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې تر لاسه شوي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې نښتې مسوولیت نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 130007

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130007/

جمهور
  https://www.jomhornews.com