۰

خیبرپښتونخوا کې ۱۰ پاکستاني کمانډویانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۳
له ډېورنډ کرښې پورې غاړې خیبرپښتونخوا کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته کې ۱۰ کمانډویانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خیبرپښتونخوا کې ۱۰ پاکستاني کمانډویانو ته مرګ ژوبله اوښتې
له ډېورنډ کرښې پورې غاړې خیبرپښتونخوا کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته کې ۱۰ کمانډویانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نښته پرون سه شنبې د زمري ۷ مه د خیبرپښتونخوا په چلاس سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

ځايي امنیتي چارواکو ویلي، کمانډو ځواکونو غوښتل په دغه سیمه کې په یوه کور چاپه و وهي، چې د وسله والو له برید سره مخ شول.

د دوی په وینا په دغه برید کې ۵ کمانډویان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دغه راز د خیبرپښتونخوا پولیسو ویلي، په ځوابیه ډزو کې دوه وسله وال هم وژل شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې تر لاسه شوي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې نښتې مسوولیت نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي