یو شمېر نړیوالې رسنۍ:

برېتانوي ځواکونو قصدآ افغان قومي مشران او عام وګړي وژل

13 اسد 1399 ساعت 8:32

یو شمیر نړیوالو رسنیو د یوې تازه څیړنې پر بنسټ ویلي، چې په تېرو کلونو کې برېتانوي سرتېرو په قصدي ډول عام وګړي په نښه کړي دي.


یو شمیر نړیوالو رسنیو د یوې تازه څیړنې پر بنسټ ویلي، چې په تېرو کلونو کې برېتانوي سرتېرو په قصدي ډول عام وګړي په نښه کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا څېړنه تازه د بي بي سي او سنډې ټایمز رسنیو په ګډه ترسره کړې او په کې یې په افغانستان کې د برېتانوي ځواکونو جنایات په ډاګه کړي دي.

دغو رسنیو په دې څېړنه کې ویلي، برېتانوي ځواکونه په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې په جنګي جنایتونو کې ښکېل وو.

د اسنادو له مخې د برېتانیا د پوځ غړو پخپله ویلي چې ځينو ملګرو یې قومي مشران او د لوړ عمر لرونکي چې هېڅ ډول خطر به یې برېتانوي ځواکونو ته نه و متوجه په قصدي توګه په نښه کول او وژل.

برېتانوي رسنۍ وایي، چې اوس دغه اسناد او دوسیې ټولې د برېتانیا د عدلي او قضايي ادارو تر څېړنې لاندې دي او په اړه به یې پرېکړې هم دغه ادارې کوي.

په ورته مهال د برېتانیا د دفاع وزارت بیا دغه ادعاوې ردوي او وایي دوی دا ډول کوم سیاست نه درلود.

د یادولو ده،چې له دې وړاندې هم داسې ادعا شوې وه، چې برېتانوي، امریکايي او استراليايي ځواکونو د خپل ماموریت په سیمو کې ملکي خلک په قصدي توګه وژلي دي.

دغه راز د جرمونو نړیوالې محکمې هم  د دغه قضیو د څېړلو پرېکړه کړې ده، خو امریکايي یې پر وړاندې خنډ ده او اجازه نه ورکوي، چې څېړنې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 130127

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130127/

جمهور
  https://www.jomhornews.com