یو شمیر نړیوالو رسنیو د یوې تازه څیړنې پر بنسټ ویلي، چې په تېرو کلونو کې برېتانوي سرتېرو په قصدي ډول عام وګړي په نښه کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څېړنه تازه د بي بي سي او سنډې ټایمز رسنیو په ګډه ترسره کړې او په کې یې په افغانستان کې د برېتانوي ځواکونو جنایات په ډاګه کړي دي.
دغو رسنیو په دې څېړنه کې ویلي، برېتانوي ځواکونه په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې په جنګي جنایتونو کې ښکېل وو.
د اسنادو له مخې د برېتانیا د پوځ غړو پخپله ویلي چې ځينو ملګرو یې قومي مشران او د لوړ عمر لرونکي چې هېڅ ډول خطر به یې برېتانوي ځواکونو ته نه و متوجه په قصدي توګه په نښه کول او وژل.
برېتانوي رسنۍ وایي، چې اوس دغه اسناد او دوسیې ټولې د برېتانیا د عدلي او قضايي ادارو تر څېړنې لاندې دي او په اړه به یې پرېکړې هم دغه ادارې کوي.
په ورته مهال د برېتانیا د دفاع وزارت بیا دغه ادعاوې ردوي او وایي دوی دا ډول کوم سیاست نه درلود.
د یادولو ده،چې له دې وړاندې هم داسې ادعا شوې وه، چې برېتانوي، امریکايي او استراليايي ځواکونو د خپل ماموریت په سیمو کې ملکي خلک په قصدي توګه وژلي دي.
دغه راز د جرمونو نړیوالې محکمې هم د دغه قضیو د څېړلو پرېکړه کړې ده، خو امریکايي یې پر وړاندې خنډ ده او اجازه نه ورکوي، چې څېړنې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل