۰
محمود خان اڅکزی:

د پاکستاني ریاست له لاسه پښتانه نور بغاوت کولو ته اړ دي

دوشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۰۴
پښتون ملتپال سیاستوال او د عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، د پاکستان د جابر او ظالم ریاست له لاسه نور پښتانه بغاوت کولو ته مجبور دي.
د پاکستاني ریاست له لاسه پښتانه نور بغاوت کولو ته اړ دي
پښتون ملتپال سیاستوال او د عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، د پاکستان د جابر او ظالم ریاست له لاسه نور پښتانه بغاوت کولو ته مجبور دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اڅکزي چې نن دوشنبې د زمري ۱۳ مه کوټه کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې و ویل، چې پاکستان تر انګرېز هم ډېر بدتر دی.

نوموړي زیاته کړه، چې انګرېز له پښتونو سره دومره ظلم او جبر نه کاوه لکه اوس یې چې د پاکستان ریاست کوي.

دی وايي، انګریزانو پښتنو ته د کرښې دواړو غاړو ته د تګ راتګ اجازه ورکوله خو پاکستان نه یوازې دا چې لارې ورباندې بندوي؛ بلکې وژني یې.

هغه خبرداری ورکړه، که پاکستان فرضي کرښې ته څېرمه خپلو غیر قانوني اقداماتو ته دوام ورکړي، پښتانه به بغاوت ته مجبور شي.

محمود خان اڅکزي ټینګار وکړ، چې پاکستان د دې پر ځای چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي یوه مړۍ ډوډۍ یې لا نه ده ورباندې پېرزو.

اڅکزي افغانستان کې روانې ۴۰ کلنې جګړې ته په اشارې ویلي چې که پاکستان ایمانداري وکړي افغانستان سولې ته رسېدای شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي