۰
د ولسمشر ویاند:

طالبان سولې ته ژمن نه دي، دا خبره په لویه مشورتي جرګه کې هم خلکو ته وکړو

دوشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۰۵
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، د طالبانو له وروستیو څرګندونو ښکاري، چې دغه ډله سولې ته ژمنه نه ده، بلکې غواړې جګړې ته دوام ورکړي.
طالبان سولې ته ژمن نه دي، دا خبره په لویه مشورتي جرګه کې هم خلکو ته وکړو
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، د طالبانو له وروستیو څرګندونو ښکاري، چې دغه ډله سولې ته ژمنه نه ده، بلکې غواړې جګړې ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې صدیقي، چې نن دوشنبې د زمری ۱۳ مه کابل کې خبري غونډې ته خبرې کولې و ویل، چې یاده موضوع به د لویې مشورتي جرګې سره هم شریکه کړي او ورته وبه ویل شي، چې طالبان غواړي جګړې ته دوام ورکړي.

د حکومت په بند کې د پاتې طالب زندانیانو د نه خلاصېدو په اړه د طالبانو له لوري خپره شوې وروستۍ خبرپاڼه چې پکې ویل شوي، که حکومت بندیان خوشې نه کړي دوی بین الافغاني خبرې نه پیلوي، سولې ته د یادې ډلې د ارادې ښکارندویي کوي.

نوموړی وايي طالبان پر جګړې ټینګار کوي خو په خبره یې افغانان به هېڅکله د دغې ډلې له پروپاګنده ونه وېرېږي.

ښاغلی صدیقي زیاتوي طالبان بله لاره نه لري غوره ده چې بین الافغاني خبرو ته غاړه کېږدي څو روانه جګړه پای ته ورسېږي.

هغه وايي، ټاکل شوې چې لویه جرګه د روانې اسد میاشتې په ۱۷ نېټه تر سره شي موخه یې د ۴۰۰ هغو طالب زندانیانو په اړه اجماع ده چې تر ټولو خطرناکې جنايي دوسیې لري او طالبان یې پر خوشې کولو ټینګار کوي.

د ولسمشر ویاند ویلي یاد ۴۰۰ بندیان د افغانستان حکومت او ځیني نورو هېوادونو په تور لېست کې دي او حکومت نه شي کولی چې له مشورو پرته یې خوشې کړي.

ولسمشر اشرف غني د لوی اختر په ورځ په خپله وینا کې ویلي وو چې د دغو بندیانو خوشې کول دده صلاحیت نه دی او په اړه به یې لویه مشورتي جرګه تصمیم نیسي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي