ټاکنو کمیسیون وایي، د یاد کمیسیون د مشرې حوا علم نورستانۍ په مشرۍ په دغه کمیسیون کې د غزني ولایت د ولسي جرګې پر ټاکنو بحث شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد کمیسیون د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې چې د یاد کمیسیون کمیشنرانو او یو شمېر نورو مسوولینو پکې ګډون درلود، غزني کې یې د ولسي جرګې ټاکنو پر پلان، تګلارې او له ټکنالوژي څخه د ګټې اخیستنې پر څرنګوالي خبرې اترې کړې دي.
د ولسي جرګې تېرې ټاکنې په غزني کې د دغه ولایت د اوسېدونکو له لوري د ټاکنو د ترسره کېدو پر څرنګوالي د اختلاف له امله وځنډېدې خو دا چې څه وخت به ترسره شي په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.
د یادونې ده، چې غزني یواځینی ولایت دی چې د ولسي جرګې تېرې ټاکنې پکې ددغه ولایت د اوسېدونکو له خوا د رامنځته شویو اختلافاتو له امله وځنډېدې خو چې بیا به څه وخت تر سره شي په اړه یې دقیق معلومات نشته.
جمهورخبري آژانس:کابل