۰

افغان حکومت له ترکیې غوښتي، چې د طالبانو د تبلیغاتو مخه ونیسي

پنجشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۷
د ترکیې رسنۍ وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له انقرې غوښتي چې د طالبانو د تبلیغاتو مخه ونیسي.
افغان حکومت له ترکیې غوښتي، چې د طالبانو د تبلیغاتو مخه ونیسي
د ترکیې رسنۍ وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له انقرې غوښتي چې د طالبانو د تبلیغاتو مخه ونیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د باندنیو چارو وزارت دا غوښتنه وروسته له دې وکړه چې په یوه ویدیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه، څو تنه لیدل کېږي چې د اختر په لومړۍ ورځ په ایاصوفیه ودانۍ کې د طالبانو بیرغ په لاس کې لري.

دا ودانۍ، چې موزیم و، په وروستیو ورځو کې په جومات بدله شوه. د ترکیې خلکو د اختر لمونځ هم په دې ودانۍ کې ادا کړ.

تر دې وړاندې یوه ورځ مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل چې ۱۹ تنه افغانان یې په دې خاطر نیولي چې د اختر په لومړۍ ورځ یې د تهران په ملت پارک کې د طالبانو بیرغونه پورته کړي وو.

ایران وايي، د دغو کسانو له منځه یې ۵ تنه محبس ته لېږلي او نور افغانستان ته استوي.

د دوشنبې په ورځ لندن مېشت تروریستي ضد حپلواک څېړنیز مرکز په ټویټر کې یو شمېر عکسونه شریک کړل چې هغه بیرغ پکې لیدل کېږي چې طالبان یې د خپلې ډلې بولي.

دې ډلې د طالبانو د بیرغ د پورته کولو ترڅنګ د الله اکبر نارې وهلې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي