ایران افغان سوداګرو ته چابهار بندر کې اسانتیاوې برابروي

16 اسد 1399 ساعت 9:05


راپورنه وايي، چې د چابهار بندر ایراني چارواکو د افغانستان له خصوصي سکتور سره یوه هوکړه لاسلیک کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ایراني رسنۍ وايي، په هوکړه کې د چابهار بندر ایراني چارواکو افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړی، چې د سوداګرۍ د اسانتیا او امکاناتو په برابرولو کې به هر اړخیزه مرسته ورسره کوي.

د ایراني چارواکو په وینا د هوکړې له مخې به افغان سوداګرو ته د توکو د ګودام کولو لپاره ځایونه او نورې اسانتیاوې رامنځ ته کېږي.

سرچینې د هوکړې له مخې زیاته کړې، دغه راز به د چارو د اسانتیا او ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره هر ډول امکانات په یاد بندر کې برابریږي.

په ورته وخت کې افغان سوداګر هم خوښ دي، چې په یاد بندر کې ورته سهولتونه نور هم ډېریږي.

دوی وایي په دې سره په یې سوداګري نوره هم ښه او پرمختګ به وکړي.

چابهار په ایران کې د هند له لوري د افغانستان لپاره جوړ شوی سوداګریز بندر دی، چې په دې وروستیو کې په کې سوداګریز فعالیتونه په ښه توګه پرمخ روان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 


د مطلب کود: 130254

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130254/

جمهور
  https://www.jomhornews.com