۰

ایران افغان سوداګرو ته چابهار بندر کې اسانتیاوې برابروي

پنجشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۵
ایران افغان سوداګرو ته چابهار بندر کې اسانتیاوې برابروي
راپورنه وايي، چې د چابهار بندر ایراني چارواکو د افغانستان له خصوصي سکتور سره یوه هوکړه لاسلیک کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ایراني رسنۍ وايي، په هوکړه کې د چابهار بندر ایراني چارواکو افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړی، چې د سوداګرۍ د اسانتیا او امکاناتو په برابرولو کې به هر اړخیزه مرسته ورسره کوي.

د ایراني چارواکو په وینا د هوکړې له مخې به افغان سوداګرو ته د توکو د ګودام کولو لپاره ځایونه او نورې اسانتیاوې رامنځ ته کېږي.

سرچینې د هوکړې له مخې زیاته کړې، دغه راز به د چارو د اسانتیا او ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره هر ډول امکانات په یاد بندر کې برابریږي.

په ورته وخت کې افغان سوداګر هم خوښ دي، چې په یاد بندر کې ورته سهولتونه نور هم ډېریږي.

دوی وایي په دې سره په یې سوداګري نوره هم ښه او پرمختګ به وکړي.

چابهار په ایران کې د هند له لوري د افغانستان لپاره جوړ شوی سوداګریز بندر دی، چې په دې وروستیو کې په کې سوداګریز فعالیتونه په ښه توګه پرمخ روان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي