نیمروز کې چاودنې ۷ تنه وژلي دي

16 اسد 1399 ساعت 12:34

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې نیمروز ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۸ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې نیمروز ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۸ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون چهارشنبې د زمري ۱۵ مه د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د د نیمروز ولایت مطبوعاتي مسوول بهرام خېل وايي، د ملکي وګړو ټونس موتر له یوې سیمې بلې ته روان و، چې د سړک د غاړې ماین پرې چاودنه کړې.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې ۷ تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د بهرام خېل وايي، ماین د وسله والو طالبانو له لوري اېښودل شوی وو خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:نیمروز
 


د مطلب کود: 130270

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130270/

جمهور
  https://www.jomhornews.com