۰

نیمروز کې چاودنې ۷ تنه وژلي دي

پنجشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۴
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې نیمروز ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۸ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
نیمروز کې چاودنې ۷ تنه وژلي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې نیمروز ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۸ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون چهارشنبې د زمري ۱۵ مه د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د د نیمروز ولایت مطبوعاتي مسوول بهرام خېل وايي، د ملکي وګړو ټونس موتر له یوې سیمې بلې ته روان و، چې د سړک د غاړې ماین پرې چاودنه کړې.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې ۷ تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د بهرام خېل وايي، ماین د وسله والو طالبانو له لوري اېښودل شوی وو خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:نیمروز
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي