۰
لارل مېلر:

د سیمې هېوادونو له شخصي ګټو وړاندې باید حکومت او طالبان هوکړې ته ورسېږي

پنجشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۲
د کړکېچ نړیوالې ډلې د اسیایي برخې مسؤلې لارل مېلر وايي طالبانو تر اوسه له هېچا سره راتلونکی سیاسي پلان او د حکومت جوړښت نه دی شریک کړی.
د سیمې هېوادونو له شخصي ګټو وړاندې باید حکومت او طالبان هوکړې ته ورسېږي
د کړکېچ نړیوالې ډلې د اسیایي برخې مسؤلې لارل مېلر وايي طالبانو تر اوسه له هېچا سره راتلونکی سیاسي پلان او د حکومت جوړښت نه دی شریک کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن مېلر چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانۍ ځانګړې استازې هم پاتې شوې ویلي، د بین الافغاني خبرو په پیل کېدو سره به دغه مسئله اوږده بحثونه رامنځته کړي.

نوموړې د ټرمپ هغې خبرې ته په اشارې سره چې ګواکې تر ټاکنو به د سرتېرو شمېر ۴ زرو ته راښکته کوي ویلي، ټرمپ هېڅ وخت پر خپلو خبرو نه دی ولاړ او هر وخت ضد او نقیض څرګندونې کوي.

مېرمن مېلر دغه راز زیاته کړې ښایي ټرمپ د سرتېرو د ایستلو په مسئله کې جدي وي او له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي.

نوموړې ویلي مخکې تر دې چې د سیمې هېوادونه د سولې له روانې پروسې په خپله ګټه استفاده وکړي، ښه به وي چې حکومت او طالبان ژر یوې هوکړې ته ورسېږي.

لارن مېلر ټینګار کړی چې ژر تر ژره دې بین الافغاني مذاکرات پیل او د سولې په برخه کې دې راپورته کېدونکي ګواښونه ختم شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي