د افغانستان د ملی امنيت پخواني مشر او د تېرو ولسمشريزو ټاکنو نوماند وايي، پر پاکستان هېڅ باور په کار نه دی او دغه هېواد به هېڅکله د سیمې په سوله او ثبات کې مرسته ونه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي نبیل پر خپل ټوېټر ليکلي، پاکستان به په خوښۍ سره له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته زمينه برابرولو کې مرسته وکړي، خو هېڅکله به د افغانستان او سيمې له سولې او امنیت سره مرسته ونه کړي.
نوموړي زياته کړې، دوی به تل ترهګري په سيمه کې د يوې وسيلې په توګه په خپلو پاليسيو کې تر دې وروسته هم وکاروي.
د افغانستان د ملي امنيت پخواني مشر دغه راز ويلي چې پاکستان همدا اوس هم په سيمه کې د داعش ډلې د خراسان څانګې او د القاعده شبکې د هند ټاپووزمې له څانګې د نورو ترهګرو ډلو لپاره د يوه چتر په توګه ملاتړ کوي.
نبيل داسې مهال دا خبرې کړې چې تازه په واشنګټن کې د امریکا پخواني سفیر حسین حقاني هم ویلي، پاکستان به له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
حقاني افغان سوله د پاکستان یوه ډرامه بللې وايي، پاکستان هڅه کوي د څه مودې لپاره پر ځان د امریکا فشار راکم کړي.
نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي، پاکستان لا هم د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د سیمې په زیان دي.
حقاني وايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به طالبان د پاکستان په ملاتړ د افغانستان حکومت پر وړاندې جګړه کوي.
نوموړي ویلي«طالبان پر سوله باور نه لري او یواځې پاکستان غواړي د څه مودې لپاره له خپله ځانه د امریکا فشارونه کم کړي چې د همدې له پاره یې له طالبانو سره په ګډه د سولې ډرامه روانه کړې ده.»
ښاغلی حقاني زیاتوي پکار ده چې دې مسئلې ته توجه وشي او راتلونکي ګواښونه ته په پام سره هر قدم په احتیاط پورته شي.
حقاني د پاکستان په حکومت غږ کوي چې د داعش او طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او له ګاونډیو هېوادونو سره دې ريښتیني همکاري وکړي.
حقاني دغه راز د پاکستان له حکومت غوښتي چې اوسنی سیاست دې تغیر کړي، څو پاکستان نړیوال باور تر لاسه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل