۰
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون:

طالبان دې ماینونو اېښودلو څخه ډډه وکړي

چهارشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۴
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي وګړو په مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي، چې له ړندو ماین خښونو لاس په سر شي.
طالبان دې ماینونو اېښودلو څخه ډډه وکړي
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي وګړو په مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي، چې له ړندو ماین خښونو لاس په سر شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کمېسیون نن چهارشنبې د زمري ۲۲ مه په خپل ټوېټر لیکلي، چې د دوی د معلوماتو په اساس په تیرو لسو ورځو کې په یاده ولسوالۍ کې د سړک غاړې څلور ماین چاودنې شوي دي.

کمېسیون ویلي، په دغه چاودنو کې ۲۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر وسله والو طالبانو غږ کړئ چې د استوګنې په سيمو کې د ړندو ماينونو له کرلو څخه ډډه وکړي.

دغه کمېسیون ویلي« موږ له طالبانو په کلکه غواړوو چې د بين المللي بشرپالو حقونو اصول رعايت او د ملکي خلکو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي، د استوګنې په سيمو کې د ړندو ماينونو له کرلو څخه ډډه وکړي، چې بې له تفکيکه بې ګناه هېوادوال پکې وژل کېږي.»

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه غوښتي چې د نړیوالو بشرپالو حقونو اصول رعایت او د ملکي خلکو ژوند ته پام پام وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي