
قریشي: پاکستان به افغان سوله کې خپل مثبت رول ته دوام ورکړي
23 اسد 1399 ساعت 8:59
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو ځل بیا ویلي، چې هېواد به یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پخلاینې رول ته دوام ورکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو ځل بیا ویلي، چې هېواد به یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پخلاینې رول ته دوام ورکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې قریشي دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د زمري ۲۲ مه اسلام آباد کې له افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل سره لیدنه کې کړې دي.
ښاغلی معشل چې اسلام آباد کې یې نور ماموریت پای ته رسېدلی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د مخه ښې لپاره ورغلی و.
پاکستانی رسنۍ وايي، قریشي له مشعل سره کتنه کې ویلي، ، د سیمې سوله د افغانستان له ثبات سره تړلې او ټینګار یې کړی، چې بین الافغاني خبرې به په افغانستان کې د دایمي سولې سبب شي.
د پاکستان د باندنیو چارو وزیر د طالب بندیانو د خلاصون په اړه د افغانستان د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې هرکلی وکړ.
نوموړي ویلي، افغان مشران باید په افغانستان کې د هراړخیزې او ټولشمولې حللارې د ترلاسه کولو لپاره له رامنځته شوي تاریخي فرصته استفاده وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل
د مطلب کود: 130499
دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/130499/
جمهور
http://jomhornews.com