۰

قریشي: پاکستان به افغان سوله کې خپل مثبت رول ته دوام ورکړي

پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۹
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو ځل بیا ویلي، چې هېواد به یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پخلاینې رول ته دوام ورکړي.
قریشي: پاکستان به افغان سوله کې خپل مثبت رول ته دوام ورکړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو ځل بیا ویلي، چې هېواد به یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پخلاینې رول ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د زمري ۲۲ مه اسلام آباد کې له افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل سره لیدنه کې کړې دي.

ښاغلی معشل چې اسلام آباد کې یې نور ماموریت پای ته رسېدلی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د مخه ښې لپاره ورغلی و.

پاکستانی رسنۍ وايي، قریشي له مشعل سره کتنه کې ویلي، ، د سیمې سوله د افغانستان له ثبات سره تړلې او ټینګار یې کړی، چې بین الافغاني خبرې به په افغانستان کې د دایمي سولې سبب شي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر د طالب بندیانو د خلاصون په اړه د افغانستان د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې هرکلی وکړ.

نوموړي ویلي، افغان مشران باید په افغانستان کې د هراړخیزې او ټولشمولې حللارې د ترلاسه کولو لپاره له رامنځته شوي تاریخي فرصته استفاده وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي