ولسمشرغني پر فوزیه کوفي وسله وال برید په کلکه غندلی دی

25 اسد 1399 ساعت 12:25

ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت د سولې مذاکراتي پلاوي پر غړي فوزیه کوفي برید غندلی او هغه یې بزدلانه عمل بللی دی.


ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت د سولې مذاکراتي پلاوي پر غړي فوزیه کوفي برید غندلی او هغه یې بزدلانه عمل بللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني ویلي، پرافغان مېرمنو بزدلانه بریدونه به د افغانستان د نولس کلنو ارزښتونو د خوندیتوب لپاره د هغوی د هدفمندو کوښښونو مانع نشي.

د یادونې ده، چې د بین الاافغاني مذاکراتو لپاره د حکومتي پلاوي غړې فوزیه کوفي باندې پرون ماښام مهال د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې وسله وال برید شوی دی.

د سولې د مذاکراتي ټیم مشر مصوم ستانکزي پر خپل ټوېټر پاڼه ویلي، په برید کې مېرمن کوفي ټپي شوې، خو روغتیايي حالت یې ښه دی.

نوموړي ویلي، امنیتي ارګانونه د دغه برید هر اړخیزه پلټنه کوي.

په مېرمن کوفي د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو دا برید پر داسې مهال کېږي، چې ویل کېږي په څو ورځو کې به د حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 130574

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130574/

جمهور
  https://www.jomhornews.com