۰

ولسمشرغني پر فوزیه کوفي وسله وال برید په کلکه غندلی دی

شنبی ۲۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۵
ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت د سولې مذاکراتي پلاوي پر غړي فوزیه کوفي برید غندلی او هغه یې بزدلانه عمل بللی دی.
ولسمشرغني پر فوزیه کوفي وسله وال برید په کلکه غندلی دی
ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت د سولې مذاکراتي پلاوي پر غړي فوزیه کوفي برید غندلی او هغه یې بزدلانه عمل بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني ویلي، پرافغان مېرمنو بزدلانه بریدونه به د افغانستان د نولس کلنو ارزښتونو د خوندیتوب لپاره د هغوی د هدفمندو کوښښونو مانع نشي.

د یادونې ده، چې د بین الاافغاني مذاکراتو لپاره د حکومتي پلاوي غړې فوزیه کوفي باندې پرون ماښام مهال د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې وسله وال برید شوی دی.

د سولې د مذاکراتي ټیم مشر مصوم ستانکزي پر خپل ټوېټر پاڼه ویلي، په برید کې مېرمن کوفي ټپي شوې، خو روغتیايي حالت یې ښه دی.

نوموړي ویلي، امنیتي ارګانونه د دغه برید هر اړخیزه پلټنه کوي.

په مېرمن کوفي د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو دا برید پر داسې مهال کېږي، چې ویل کېږي په څو ورځو کې به د حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي