۰
امرالله صالح:

طالبان په وعظ او نصیحت سولې ته نه راځي، نظامي تدابیر باید شدید شي

یکشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۰
د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح له طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي پر غړې فوزیه کوفي برید په کلکه غندلی او دا یې د وسله والو طالبانو کار بللی دی.
طالبان په وعظ او نصیحت سولې ته نه راځي، نظامي تدابیر باید شدید شي
د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح له طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي پر غړې فوزیه کوفي برید په کلکه غندلی او دا یې د وسله والو طالبانو کار بللی دی.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن یکشنبې د زمري ۲۶ مه پر خپله فسبوک پاڼه ویلي، دا انسان ضد او ترهګر عمل د طالبانو دی.
 
که څه هم صالح د برید مسوولیت پر طالبانو اچولی خو طالبانو په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.
 
د ولسمشر لومړي مرستیال پر فوزیه کوفي برید ته په اشارې وايي، طالبان او همفکره یې خپلې ګټې د خلکو په غږ چوپ کولو او د افغاني ټولنې په نه رنګاه رنګ توب کې ګوري.
 
ده ویلي، که چېرته د دغه ډلې لاس بر شي او کولی شي، نو ټول مذاکراتي ټیم همدا نن په ناتار ډزو او یا په یوه ځانمرګي برید کې له منځه وړي.
 
ښاغلي صالح ویلي«د طالبانو دروني خباثت او د افغانستان له ملت سره د دغه ډلې دښمني له تصور څخه لوړه ده، د هغوی له نظره ټولنه دوه پاړکي لري، یو طالب یو نور پاتې خلک چې باید له طالب څخه اطاعت وکړي.»
 
امرالله صالح وايي، تر څو چې د منځنیو پېړیو دغه تفکر او نظر د طالبانو په ذهن کې کمرنکه کېږي او له منځه ځي زیات وخت غواړي.
 
د ولسمشر غني لومړي مرستیال ښاغلي صالح د خپلو خبرو په پای کې ویلي، چې طالبان په وعظ او نصیحت سولې ته نه راځي او سوله نه مني.
 
د هغه په باور نظامي او امنیتي تدابیر دي، چې موږ سولې ته نېږدې کولی شي.
 
د یادونې ده، چې پر مېرمن کوفي د تېرې جمعې په ماښام د کابل به قرباغ ولسوالۍ کې وسله وال برید وشو، چې نوموړې په کې ټپي شوه او اوس په روغتون کې ده.
 
پر مېرمن کوفي برید افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په کلکو ټکو غندلی دی.
 
خلیلزاد نن ویلي، دا د هغه کسانو کار دی، چې غواړي د سولې پروسه له ځنډو خنډ سره مخامخ کړي.
 
ده پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړي، چې د سولې پروسه د ګړندۍ او بین الاافغاني خبرې د ژر پیل کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي