سټیفانو پونتیکورو:

له افغانستان او افغان ځواکونو سره به د ناټو همکاري دوام ولري

1 سنبله 1399 ساعت 9:13

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي وايي، دغه سازمان به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان او افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ وي.


د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي وايي، دغه سازمان به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان او افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي دغه څرګندونې د ترهګرۍ د قربانیانو د یادښت په مناسبت په یوه ټوېټر پیغام کې کړې دي.

نوموړي د سولې او بشري حقونو په فعالانو وروستي بریدونه غندلی وايي، دا فعالان هغه خلک بللي چې د باعزته سولې په لټه کې دي.

د ناټو ملکی استازي  له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانانو او د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ناټو د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د یادونې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د سولې په فعالینو په ځانګړي ډول د پوهنې وزارت د علمي شورا پر رییس او د سولې پر فعال عبدالباقي امین برید غندلی او دا یې د هغه کسانو کار بللی، چې په وینا یې غواړي د سولې پروسه ځنډنۍ او ګډوډه کړي.

خلیلزاد ویلي، نور د بین الاافغاني خبرو د پیل لپاره هېڅ ډول پلمه نه ده، پاتې او افغان حکومت او طالبان باید ژر تر ژره خبرې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 130784

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130784/

جمهور
  https://www.jomhornews.com