د کابل امنیه قوماندان له دندې لرې کړل شوی دی

2 سنبله 1399 ساعت 9:52

د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل امنیه قوماندان جنرال امان الله واحدي یې له دندې لرې کړی دی.


د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل امنیه قوماندان جنرال امان الله واحدي یې له دندې لرې کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند طارق ارین تایید کړې، چې جنرال امان پلازمېنه کې د ناامنیو په تړاو له دندې ګوښه کړل شوی دی.

نوموړي منلې، چې په دې وروستیو کې په کابل کې امنیتي پېښې په تېره بیا د وسله والو له خوا د چسپکي ماینونو چاودنې زیاتې شوې، خو وايي، کورنیو چارو وزارت د ښار د امنیت او پېښو د مخینوي لپاره جدي پلانونه او طرحې په لار اچولې دي.

د یادونې ده، چې یاد وزارت تر دې یوه ورځ وړاندې د کابل ښار د ۱۶ مې او ۱۷ مې امنیتي حوزو امرین هم له ۱۶ تنو منسوبینو سره یو ځای د وظیفوي غفلت له مخې له دندو لرې او څارنوالۍ ته معرفي کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 130833

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130833/

جمهور
  https://www.jomhornews.com