۰

د کابل امنیه قوماندان له دندې لرې کړل شوی دی

یکشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۲
د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل امنیه قوماندان جنرال امان الله واحدي یې له دندې لرې کړی دی.
د کابل امنیه قوماندان له دندې لرې کړل شوی دی
د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل امنیه قوماندان جنرال امان الله واحدي یې له دندې لرې کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند طارق ارین تایید کړې، چې جنرال امان پلازمېنه کې د ناامنیو په تړاو له دندې ګوښه کړل شوی دی.

نوموړي منلې، چې په دې وروستیو کې په کابل کې امنیتي پېښې په تېره بیا د وسله والو له خوا د چسپکي ماینونو چاودنې زیاتې شوې، خو وايي، کورنیو چارو وزارت د ښار د امنیت او پېښو د مخینوي لپاره جدي پلانونه او طرحې په لار اچولې دي.

د یادونې ده، چې یاد وزارت تر دې یوه ورځ وړاندې د کابل ښار د ۱۶ مې او ۱۷ مې امنیتي حوزو امرین هم له ۱۶ تنو منسوبینو سره یو ځای د وظیفوي غفلت له مخې له دندو لرې او څارنوالۍ ته معرفي کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي