اسدالله خالد:

افغان ځواکونه د بهرنیو له ملاتړ پرته د هېواد دفاع کولی شي

4 سنبله 1399 ساعت 8:27

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، افغان ځواکونه د بهرنیو ځواکونو له ملاتړ پرته هم کولی شي د خپلو خلکو او خاورې دفاع وکړي.


د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، افغان ځواکونه د بهرنیو ځواکونو له ملاتړ پرته هم کولی شي د خپلو خلکو او خاورې دفاع وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي خالد دغه څرګندونې پرون دوشنبې د وږي ۳ مه د هوايي ځواکونو یوې ناستې ته د خبرو پر مهال وکړې.

ښاغلي خالد زیاته کړه، چې افغان ځواکونه پیاوړي دي او که چېري بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ولاړ هم شي، دغه ځواکونه کولی شي، د خپل هېواد دفاع په کلکه وکړي.

د ملي دفاع سرپرست وايي، ناپوه فغانان د نورو په اشاره جګړه کوي، خو افغان ځواکونه یې په کلکه پر وړاندې دفاع کوولو ته چمتوالی لري او چا ته به اجازه ورنکړي، چې د هېواد ملي ارزښتونه له منځه یوسي.

په ورته وخت کې د افغان هوايي ځواک قوماندان هم ډاډ ورکړ، چې افغان ځواکونه په تېره بیا هوايي ځواک کولی شي دښمن ته غاښ ماتونکي ځواکونه ورکړي او د خپلې خاورې دفاع وکړي.

د هوايي ځواک قوماندان پر طالبانو غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې مذاکراتو ته راشي که نه په وینا یې هوایي ځواک به پرې مرګوني بریدونه وکړي.

د ملي دفاع وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې امریکا ویلي، دوی به په راتلونکو څو میاشتو کې افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ان تر ۴ زره پورې راکم کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 130903

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130903/

جمهور
  https://www.jomhornews.com