پاکستان ډېورنډ کرښې ته څېرمه پوځي اقدامات زیاتوي

4 سنبله 1399 ساعت 8:33

په پام کې ده، چې پاکستان ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پوځي اقدامات نور هم زیات کړي او د همدې موخې لپاره یې د پوځ مشر شمالي وزیرستان ته تللی دی.


په پام کې ده، چې پاکستان ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پوځي اقدامات نور هم زیات کړي او د همدې موخې لپاره یې د پوځ مشر شمالي وزیرستان ته تللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال قمر جاوېد باجوه شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ له تاسیساتو لیدنه کړې ده او د سولې په اړه یې څرګندونې هم کړې دي.

نوموړي ویلي، پاکستان سولې ته ژمن دی نو ځکه د ترهګرۍ د مخینوي لپاره غواړي ډېورنډ کرښې ته څېرمه پوځي اقدامات زیات کړي.

جنرال قمر جاوېد باجوه ټینګار کړي، چې د پوځي اقداماتو له زیاتېدو څخه یې یوازینۍ موخه د ترهګرو د تګ راتګ مخینوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پولې دواړو لورو ولسونو په بار بار د پاکستاني حکومت له لوري پر ډیورنډ کرښه د تاسیساتو د بندېدو غوښتنه کړې خو پاکستان بیا خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 130904

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130904/

جمهور
  https://www.jomhornews.com