د کندهار پر شاوليکوټ د طالبانو برید پر شاه تمبول شوی دی

5 سنبله 1399 ساعت 10:57

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د کندهار ولایت پر شاولیکوټ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډلیز برید یې پر شاه تمبولی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د کندهار ولایت پر شاولیکوټ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډلیز برید یې پر شاه تمبولی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امنیتي چارواکي زیاتوي ګن شمېر طالبانو تېره شپه پر شاولیکوت ولسوالۍ بریدونه پیل کړل، چې د نن سهار تر ۷ بجو پورې جګړې دوام درلود.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزی وايي، طالبان د پولیسو له کلک مقاومت سره مخ شوي او د درنو تلفاتو په اوښتو سره یې له سیمې پښې سپکې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په جګړه کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي، خو د افغان ځواکونو د زیان په اړه یې څه ونه ویل.

د پولیسو ویاند وايي، دا مهال په سیمه کې د افغان ځواکونو له خوا چاڼیز عملیات پیل شوي دي.

په روته وخت کې ځايي امنیتي سرچینې وايي، په دغه جګړه کې څلور پولیس هم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
د یادونې ده، چې د شاوليکوټ ولسوالۍ پر مرکز تېره میاشت هم موټر بم ځانمرګی برید وشو، چې د ولسوالۍ ګڼ تاسیسات یې زیانمن کړل.

جمهور خبري آژانس:کندهار
 


د مطلب کود: 130962

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130962/

جمهور
  https://www.jomhornews.com