ولسمشرغني له استاد سیاف سره ولیدل

5 سنبله 1399 ساعت 12:05

ولسمشر محمد اشرف غني د پخواني جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف سره لیدلي او ير ځینو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.


ولسمشر محمد اشرف غني د پخواني جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف سره لیدلي او ير ځینو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ولسمشر غني نن چهارشنبې د وږي ۵ مه له غرمې مخکې د ښاغلي سیاف کور ته ورغلی و او د هغه د پوښتنه یې وکړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي ښاغلي غني د استاد سیاف د پوښتنې تر څنګ له هغه سره د هېواد د روان وضعیت او په ځانګړي ډول د سولې پروسې په اړه مفصل بحث او خبرې وکړې.

باید و ویل شي، چې د استاد سیاف روغتیايي حالت ښه نه دی او له همدې امله یې په تېره مشورتي جرګه کې هم ګډون ونه کړای شوای.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 130966

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/130966/

جمهور
  https://www.jomhornews.com