سیمه ییز چارواکی وایي، میدان وردګو ولایت کې د درنو سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته په میلیونه افغانۍ مالي زیانونه اوښتي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سېلابونه پرون چهارشنبې د وږي ۵ مه د دغه ولایت په دایمرداد، چک، سید آباد، نرخ او جلرېز ولسوالیو کې راوتلي دي.
د ځايي چارواکو په وینا سېلابونو د خلکو زرګونه جرېبه کرنیزې ځمکې او باغونه ویجاړ کړي او دغه راز یې ۲۶۴ کورونه هم له منځه وړي دي.
د میدان وردګ چارواکو د طبعي پېښو سره د مبارزې په موخه بېړنۍ ناسته کړې، خو وایي امکانات یې محدود دي او مرکزي حکومت باید مرسته وکړي.
د ولایت مقام وایي، د مرستیال والي په مشرۍ پلاوی له سیلاب ځپلو سره د اړینو مرستو لپاره کار کوي خو له مرکزي حکومت یې هم د مرستې غوښتنه کړې ده.
ولایت مقام د ځاني تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
د یادونې ده، چې د میدان وردګ تر څنګ په پروان، پکتیا، کاپیسا او د کابل په سروبي ولسوالۍ کې هم سخت سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې د درنو ځاني تلفاتو تر څنګ مالي زیانونه هم اړولي دي.
سېلابونو تر ټولو زیات زیان پروان کې اړولی، چې د معلوماتو له مخې تر اوسه د ۱۰۰ تنو جسدونه رایستل شوي کابو ۲۰۰ ټپیان او پنځه سوه کورونه نړېدلي دی.
جمهورخبري آژانس: میدان وردګ